World News in Pashto

مایک پامپیو د افغانستان سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي هیله‎مند دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ وګوري.


هغه پرون په واشنګتن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره تر لیدنې وروسته دا خبره په خپله ټویټر کړې.


پامپیو د افغانستان د سولې د پروسې په شمول له ترورېزم سره د مبارزې، سیمه‎ییز امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله ښودلې.


د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په واشنګټن کې د سولې انسټټیوټ ته ویلي چې د امریکا له سفر وروسته له طالبانو سره ګوري او هغوی به وهڅوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.


عمران خان د امریکا سفر پای ته رسولی او نن بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

Читайте на сайте