World News in Pashto

وسله والو په غزني کې یو قومي مشر وژلی او یو خبریال یې ټپي کړی

وسله والو په غزني ښار کې یو قومي مشر وژلی او یو خبریال یې ټپي کړی


د غزني چارواکي خبر ورکوي چې نن غرمه د غزني په مرکز کې یو قومي مشر معلم عبدلرازق وژل شوی او تر څنګ یې د احمد شاه احمدي په نوم د ملي ټلویزیون یو تصویر اخیستونکی ټپي شوی دی.


د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، معلم عبدالررازق او احمدشاه احمدي د قلعه سبز په سیمه کې د برښنا شرکت ته څېرمه په یوه دوکان کې ناست و چې غرمه دولس بجې ورباندې ناڅرګندو کسانو د بې غږه وسلې په وسیله برید کړی.


تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.


معلم عبدالرازق له غزني ولایته ولسي جرګې ته د راتلونکو ټاکنو احتمالي کاندید و.


 

Читайте на сайте