World News in Pashto

امریکا: ایران د منځني واټن ویشتونکی شهاب ۳ توغندی ازمویلی

یوه بې نومه امریکايي چارواکي فاکس نیوز ته ویلي، ایران د منځني واټن ویشتونکی شهاب ۳ توغندی ازمویلی دی. 


که چېرې دا خبر تأیید شي، دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې چې لا د مخه ترینګلې دي، نورې هم کړکېچنې کړي. 


د پنجشنبې په ورځ ناوخته فاکس نیوز د یو بل لوړ پوړي امریکا چارواکي له قوله هم وویل چې له ایرانه د یوه توغندي د توغول کېدو له راپورونو خبر دی، خو دا مهال پرې نوره تبصره نه کوي.


لومړني امریکایي چارواکي ویلي، د توغندي دا ازموینه د چهارشنبې په ورځ شوې او دا توغندی د نږدې ۱۰۰۰ کیلومترو په واټن د ایران له جنوبه شمال کې مرکز تهران ته د نږدې سیمې پر خوا توغول شوی دی.


دې چارواکي ویلي، دوی ګومان کوي چې دا ازموینه به د ایران د هغو هڅو برخه وي چې غواړي د خپلو توغندیو واټن او هدف ویشتل بهتر کړي.


دم ګړۍ دا هم روښانه نه ده چې دا ازموینه پر ایران له لګېدلو بندیزونو سرغړاوی دی ک نه؟


تر دې مخکې امریکا او متحدانو یې د شهاب۳ توغندي ازموینې پر ایران له بندیزونو سرغړاوی بللی، خو د ایران متحدې روسیې ویلي وویل چې دا له بندیزونو سرغړاوی نه دی.

Читайте на сайте