World News in Pashto

نوماند رحمت الله نبیل وایي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل ویلي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي.


هغه دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه بېګاه ناوخته لیکلې ده.




رحمت الله نبیل د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د یوې دولس کسیزې شورا غړی هم دی چې پرون یې د ټاکنو د تحریم اعلان کړی و.


دې شورا په یوه بیان کې چې رسنیو ته یې استولی، ولسمشر اشرف غني تورن کړی چې انتخابات یې له وخت مخکې په خپله خوښه تنظیم کړي او په همدې خاطر دې شورا له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي.


د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو دې دولس کسیزه شورا کې حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، لطیف پدرام او ځینې نورې څېرې شاملې دي.

Читайте на сайте