World News in Pashto

په کشمیر کې یو هندی او یو پاکستانی سرتېری وژل شوي

په کشمیر کې د پاکستان او هندوستان د بېلتون پر کرښه پر یو بل ډزو کې یو هندي او یو پاکستاني سرتېری وژل شوي دي.  


د دواړو هېوادونو چارواکو تېر ماښام په دې اړه خبر ورکړ.


دا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سیمه کې پر بېلتون کرښه د دواړو خواوو د پوله‌ساتو د متقابلو ډزو تازه پېښه ده.


هند او پاکستان په ۲۰۰۳ م کال کې د دې کرښې دواړو خواوو ته اوربند اعلان کړی خو دا اوربند وخت ناوخت ماتېږي.  


هند او پاکستان دواړه کشمیر سیمه د خپلې خاورې برخه بولي او په ۱۹۴۷ م کال کې د خپلواکۍ او دواړو د بېلتون راهیسې یې خپلو کې د دې سیمې د ملکیت پر سر دوه ځلې جنګونه کړي دي.  


دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. 


هندوستان همدارنګه ادعا کوي چې پاکستان په کشمیر کې د جنګېدو لپاره ترهګرې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي.

Читайте на сайте