World News in Pashto

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور ۴ کسان وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي دي.


چارواکي وايي، د سې شنبې په ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي هم دي.  


د چاودنې هدف د کوټې ښار په یوې مرکزي سیمه کې د پولیسو د ګزمې موټر وو.


په بلوچستان ایالت کې د پولیسو او اقلیت شیعه مسلمانانو پر ضد دا ډول پرله‌پسې بریدونه او چاودنې کېږي.


د کوټې د مرکزي روغتون یو ډاکتر سلیم ابرو ویلي، څلور مړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه په‌کې شامل دي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې له ځایه تر ۲۵ زیات ټپیان هم وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي وضیعت ښه نه‌دی.  


د پاکستان بلوچستان ایالت د دې هېواد یو ناامنه ایالت دی چې پر سخت دریځو ډلو سربېره په‌کې هغه بلوڅ بېلتون‌پال هم فعال دي چې د دې ایالت په طبیعي سرچینو کې د زیات واک غوښتونکي دي.

Читайте на сайте