World News in Pashto

چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري نن جمعه رسنیو ته وویل چې دا کسان په هغو بریدونو کې ووژل شول چې تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د ده یک ولسوالۍ په سکو او اډه کلیو کې وشول.


وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте