World News in Pashto

الیس وېلز نن د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.


یوه پاکستاني چارواکي ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې له وېلز سره به یو امریکایي پلاوی هم مل وي.


پاکستان ته د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې الیس وېلز د دغه سفر زیات جزیات نه دي روښانه شوي.


وېلز داسې وخت اسلام اباد ته ځي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي مرکچیانو د طالبانو له استازو سره اتم دور خبرې روانې کړي.


خلیلزاد د خبرو په لومړنۍ ورځ ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبان هم ښکاره کوي چې غواړي هوکړه نهايي کړي.

Читайте на сайте