World News in Pashto

هند کشمیر ته نور سرتېري واستول او سېلانیانو ته یې د وتلو امر وکړ

هند خپل کشمیر ته نور سرتېري واستول او زرګونو سېلانیانو ته یې امر وکړ چې له دې سیمې ووځي.


په همدې حال کې پاکستان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه وغوښتل چې د کشمیر پر سر د اوږدې لانجې د حل کولو لپاره منځګړتوب وکړي.


د پاکستان پولیسو پرون وویل چې هندي ځواکونو د دوو کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې له هغې غاړې ګولۍ ویشتي چې له کبله یې د پاکستاني کشمیر د سرحدي کلیو په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.


په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې پرون یکشنبه د صدراعظم عمران خان په مشرۍ په غونډه کې وویل چې هند په داسې حال کې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ د حل کولو هلې ځلې کوي.


 

Читайте на сайте