World News in Pashto

په زابل او ارزګان کې د افغان پوځ په بريدونو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي

په زابل او ارزګان کې د افغان پوځ په بريدونو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.


پوځي عمليات د زابل د شاجوی ولسوالۍ په لالي، ناصر او چينو او د ارزګان د دهراود ولسوالۍ په چيتو کليو کې ترسره شوي دي.


په کندهار کې د پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عيسی ازادي راډيو ته وويل چې په دغو عملياتو کې په زابل کې ۶ وسله وال او ارزګان کې بيا ۸ وسله وال وژل شوي دي.


بل خوا پوځي چارواکي وایي، په هلمند کې يې د وسله والو پر پټنځايونو بريدونه کړي.


د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوایي بريدونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې تېره شپه ترسره شوي دي.


سرچينه وايي، په ترسره شويو عملياتو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.


طالبانو تراوسه د دغو عملياتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте