World News in Pashto

د نړۍ تر ۲ ميلیونو زیات مسلمانان نن د عرفات مراسم پیلوي

د نړۍ تر دوو ميلیونو زیات مسلمانان نن شنبه د اګست په لسمه د عرفات مراسم پیلوي.


د یکشنبې په ورځ به دلوی اختر لومړۍ ورځ وي.


د رپوټونو په حواله، سږکال له افغانستانه دېرش زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.


د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې جدي امنیتي تدابیر نیولي او هر حرکت څاري.


په سعودي عربستان کې د نړۍ د مسلمانانو دا خاص مراسم به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.


 

Читайте на сайте