World News in Pashto

پاکستان: له هند سره د ټرانسپورټي اړیکې وروستۍ نقلیه وسیله هم ودرول شوه

پاکستان وايي، له هند سره یې د ټرانسپورټي ارتباط وروستۍ نقلیه وسیله هم ودروله.


د جمو او کشمیر د کړکېچ پر سر د دوو اټمي قدرتونو ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې د لاهور او ډیلي ترمنځ د بسونو تګ راتګ درول شوی دی.


د پاکستان د ګرځندوی د ادارې یوه چارواکي ارشد علي پرون شنبه روېټرز خبري اژانس ته وویل، حکومت د ډیلي – لاهور ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د درېدو امر کړی دی.


په هندي کشمیر کې له ترينګلتیا سره سره د هند حکومت پرون د کشمیر د دوبني مرکز سرینګر په ځینو برخو کې پر تګ راتګ محدودیت کم کړ او خلک بازارونو ته راووتل چې د اختر لپاره سودا واخلي.


 

Читайте на сайте