World News in Pashto

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بیا پر تګ راتګ بندیزونه ولګول شول

د هند تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو نن (یکشنبه) د تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته یو وار بیا د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه ولګول.


دا محدودیتونه وروسته له دې لګول کېږي چې چارواکو ادعا کړې وه، په دې سیمه کې د تېرو دوو اوونیو بندیزونه نرموي.


په هندي کشمیر کې ترینګلتیا وروسته له دې ډېره شوه چې د هندوستان حکومت د کشمیر کورواکي پای ته ورسوله.


روېټرز خبري اژانس د جګپوړو چارواکو او شاهدانو په قول وویل چې د پولیسو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.

Читайте на сайте