World News in Pashto

پوهنې وزارت په شکر درې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځي سوځونه غندلې

د افغانستان د پوهنې وزارت پر دې چې ناڅرګندو کسانو په شکر درې کې د نجونو یوې لېسې ته اور اچولی، خواشیني څرګنده کړې او دا کار یې غندلی دی.


د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نن د اګست په شلمه سهار ازادي راډیو ته وویل چې په شکر دره کې د ښوونځي د تخریب له امله اووه سوه زده کوونکې نجونې بې برخلیکه پاتې شوي دي.


نزهت وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې اړه چې دې ښونځي ته چا اور اچولی، څېړنې کوي او هغوی به څرګنده کړي چې د دې پېښې شاته د چا لاس دی.


خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د اګست په شلمه پر ټوېټر خبر ورکړی و چې په شکر دره کې د نجونو ښونځی تېره شپه وسله والو طالبانو سوځولی دی.


د شکر درې ولسوال شاه محمد ابراهیم خېل د ازادي راډیو خبریال ته نن سهار ویلي چې د نسوان بویه زار ناصري ښوونځي ته وسله والو طالبانو اور اچولی دی.


وسله والو طالبانو نن رد کړه چې په شکر دره کې یې ښوونځي ته اور اچولی دی. 

Читайте на сайте