World News in Pashto

د کابل په ځينو جوماتونو کې د شهر دُبۍ هوټل د وژل شویو فاتحه شوه

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د کابل په یو شمېر جوماتونو کې نن د هغو کسانو د فاتحې مراسم ترسره شول چې د یکشنبې په شپه پر شهر دُبۍ هوټل په حمله کې ووژل شول.


د یکشنبې په شپه د حملې مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې واخیست.


په حمله کې د کوچنیانو په ګډون ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي وو.


اسوشېټېډ پرېس ویلي چې یو شمېر فاتحه کوونکو د افغانستان پر حکومت انتقادونه کول، د دې خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې په وروستۍ یوه لسیزه کې ۳۲ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.


 

Читайте на сайте