World News in Pashto

په افغانستان کې د ۲ امریکايي سرتېرو وژل کېدل تأیید شو

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت پرون ناوخته دا خبره تأیید کړه چې دوه پوځیان‌یې په افغانستان کې وژل شوي دي.


د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه بیان کې ویلي دي چې دوه امریکایي سرتېري د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې وژل شوي دي.


په دې بیان کې نور معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې دا عسکر چېرته وژل شوي دي.


د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۱۶ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

Читайте на сайте