World News in Pashto

محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټیم سره یوځای شو

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د ثبات او همپالنې په نوم له انتخاباتي ډلې سره یوځای شو.


د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشري د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس او جمهوري ریاست ته نوماند، عبدالله عبدالله کوي.


د دې ډلې ویاند، فریدون خوځون نن د اګسټ په ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل چې محمد محقق به سبا په کابل کې په یوه غونډه کې خپل رسمي موقف اعلان کړ.


محمد محقق مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په انتخاباتي ډله کې مرستیال و.


ښاغلي محقق د ازادي راډیو پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ. 

Читайте на сайте