World News in Pashto

د ګرجستان په ابخازیا سیمه کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې

د ګرجستان د ابخازیا بېلتون غوښتونکې سیمې پرون ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې، هغه اقدام چې ګرجستان یې د شرم وړ بولي.


د سیمه ییزو چارواکو په خبره د ابخازیا د بېلتون پالو مشر راول خادژیمبا په پرونیو انتخاباتو کې له اتو سیالانو سره مخامخ و.


په ۱۵۲ د رأیې په مرکزونو کې ۱۱۶ زره کسان د رأیې ورکولو لپاره راجستر شوي وو.


روسیې په ۲۰۰۸ کال کې له ګرجستان سره تر یوې لنډمهالې جګړې وروسته د ابخازیا خپلواکي په رسمیت وپېژندله.


د ګرجستان ولسمشر سالوم زوبرا بیشویلې د ابخازیا پروني انتخابات یو شرم بللی دی.


نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ابخازیا چارواکي په حقیقت کې د انتخاباتو یوه غیر قانوني پروسه پر مخ وړي.


ګرجستان دا اقدام د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه د سرغړونې په توګه غندي. 


 

Читайте на сайте