World News in Pashto

ټرمپ وايي هند او پاکستان د کشمیر پر سر کړکېچ خپله هوارولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ خپله هوارولی شي، خو که چېرې د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري، دا چمتو دی.


ولسمشر ټرمپ پر دې موضوع د دوشنبې په ورځ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرې وکړې، دواړو مشرانو د فرانسې په بیاریڅ کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.


ټرمپ د هند له صدراعظم سره په دې لیدنه کې وویل چې د منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي ورته وویل چې وضعیت‌یې "تر کنټرول لاندې" دی.


د ولسمشر ټرمپ سره یوځای د خبرو پر مهال مودي وویل د کشمیر مسئله د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ یوه دوه اړخیزه مسئله ده.


د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې نوې ډېلي له هندي کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر خپل کړل.

Читайте на сайте