World News in Pashto

د کونړ چارواکي: ارګ ته مو د دانګام د تېرې ورځې د پېښې اطلاع ورکړې

د کونړ ولايت د والي مرستيال وايي، په دانګام ولسوالۍ کې يې د پرونۍ پېښې په اړه جمهوري رياست ته اطلاع ورکړې ده.


پرون په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د ويشتل شوي توغندي په چاودنه کې ٣ ماشومان ووژل شول او ٦ ماشومان ټپيان شول.


د والي مرستيال ګل محمد بيدار پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: درې تنه شهيدان او ٦ تنه ټپيان لرو، موږ د عاجلې پېښې په اړه جمهوري رياست ته خبر ورکړى او د هغوى هدايت ته په تمه يوو.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ډيپلوماتيک ماموريت ويلي چې دوى د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه تېره پنجشنبه امنيت شورا ته شکايت وړاندې کړى دى.


د کونړ چارواکي په تېره يوه مياشت کې د پاکستان له خاورې د کونړ پر ختځيو سيمو تر ٧٠٠ زيات توغندي ويشتل شوي دي.


پاکستاني چارواکو په دانګام کې د پرونۍ پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.


 

Читайте на сайте