World News in Pashto

د پکتيا مخور او مشران په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي شول

د پکتيا ولايت قومي مخورو او مشرانو ويلي چې په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي دي.


دوى دا خبره پرون په کابل کې د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې وکړه.


د پکتيا د والي وياند وايي، په دې کتنه کې له قومي جوړښتونو په استفادې د سولې په ټينګښت کې د قومونو پر رول هم خبرې وشوې.


عبدالله حسرت پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: د لويې پکتيا قبايلي جوړښت ته په کتو چې لا هم د قومونو رول او د جرګو مرکو دودونه خوندي دي، په دې برخه کې د دغو متنفذينو هڅې ګټورې تمامېداى شي.


د والي وياند وايي، په دې کتنه کې د پکتيا پر امنيتي وضعيت هم بحث وشو او د ملي امنيت سلاکار په امنيتي او د بيارغونې په برخه کې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.


 

Читайте на сайте