World News in Pashto

جان بولټن د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل

د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ملدووا په پلازمېنه چېشېناو کې د هغه هېواد له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل.


دواړو خواو پر امنیتي مسایلو خبرې کړي دي.


بولټن ملدووا ته تر تګ مخکې دوه ورځې په اوکراین کې تېرې کړې.


دی د امریکا د حکومت تر ټولو لوړرتبه چارواکی دی چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې ملدووا ته سفر کوي.


جان بولټن نن په چېشېناو کې د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره په ګډه خبري غونډه کې د ملدووا د حکومت د مبارزې چې د اداري فساد پر ضد یې کوي، ملاتړ وکړ.


جان بولټن وویل: د امریکا متحده ایالات په کلکه د ملدووا د خپلواکۍ او د ملدووا د خاورې د بشپړتیا ملاتړ کوي، د راتلونکې په اړه پرېکړه کول د ملدووا د خلکو حق دی، نه د بهرني نفوذ.


جان بولټن وویل چې په سیمه کې جدي امنیتي ګواښ موجود دی.


ملدووا تقریباً دېرش کاله مخکې د خپلواکۍ اعلان وکړ.


ملدووا د انرژۍ لپاره پر روسیې اتکا لري او زر روسي عسکر هلته مېشت دي.


د ملدووا صدراعظمې ویلي چې د امریکا حکومت په کال کې پنځلس میليونه ډالر مرسته ورسره کوي چې خپل پوځي سېستم نوی کړي.


هغې د امریکا دا مرسته ډېره مهمه وبلله.


 

Читайте на сайте