World News in Pashto

چارواکي: په میدان وردګ کې په هوايي حمله کې ۱۶ طالبان وژل شوي

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پرون پنجشنبه مازیګر په هوايي حمله کې لږترلږه ۱۶ طالبان وژل شوي دي.


د میدان وردګ د والي ویندوی محب الله شریف زوی تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا شمېر طالبان د نرخ ولسوالۍ د مرکز په یوه کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول.


ده وویل: زموږ د امنیتي اورګانونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د دوی مشهور قوماندانان لکه ملا حبیب الله، ملانبي او مولوي اجمل شامل دي، ملاحبیب الله پخوا د طالبانو د نرخ ولسوال و.


د ښاغلي شریف زوی په وینا، دا برید په داسې مهال وشو چې طالبانو په خپل منځ کې غونډه لرله.


طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте