د طالب جنګیالیو د ادغام په اړه د سیګار ادارې راپور ته د کابل غبرګون
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور په غبرګون کې د افغانستان حکومت ویلي، د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالب اورپکو د ادغام بحث به، د سولې هوکړې تر لاسته راتلو وروسته وشي.