World News in Pashto

پاکستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې یو مسؤل په تور لېست کې شامل کړ

پاکستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د اسيا د برخې د پروګرامونو تنظيموونکى په تور لېست کې شامل او دغه هېواد ته يې د هغه د داخلېدو مخه ونيوله.


د دې نړيوالې ادارې اجرائيه رئيس نن ويلي: سره له دې چې سټيفن بټلر قانوني ويزه درلوده، بيا هم پرې نه ښودل شو چې په لاهور کې د علامه اقبال نړيوال هوايي ډګر کې ښکته شي او بېرته د امريکا متحدو ايالتونو ته ستون شوى دى.


بټلر وويل، ورته ويل شوي چې د کورنيو چارو وزرات په ممنوعه لېست کې يې نوم شامل دى.


د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئيس جوئل سايمون د سټيفن بټلر اخراج ګنګس کوونکى او د هغو کسانو پر مخ يې يوه څپېړه وبلله چې په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په سوچ کې دي.


سايمون په يوه اعلاميه کې وويل: په لاهور کې د هوايي ډګر چارواکو د بټلر پاسپورټ ضبط کړ او دى يې مجبوره کړ چې قطر ته پرواز وکړي.


د پاکستان چارواکو سم دلاسه د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.

Читайте на сайте