World News in Pashto

په پروان کې د تښتول شویو انتخاباتي کارکوونکو برخلیک لا نه دی څرګند

په پروان کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولایتي دفتر د ۸ تښتول شویو کارکوونکو برخلیک لا نه دی څرګند.


وسله والو طالبانو د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر ۸ موقت کارکوونکي د پروان د شینوارو ولسوالۍ د نمک اب د سیمې له انتخاباتي دفتره وتښتول.


د یوه تښتول شوي وګړي پلار شمس الدین پرون د اکټوبر په اووه لسمه ازادي راډیو ته وویل: "زوی مې مکتب خلاص کړی و او کراچۍ یې چلوله، د کور د خرڅ لپاره یې په انتخاباتو کې کار ونیو، ورک شو او درک یې لا نه دی معلوم."


په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولایتي دفتر مشر عبدالوهاب قهار ساپي ازادي راډیو ته ویلي چې د قومي مشرانو په منځ ګړیتوب د خپلو کارکوونکو د خلاصولو هڅې روانې دي.


د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د تښتول شویو کسانو د خلاصولو لپاره دې پوځي عملیات نه کوي.


ولي زاده وویل، داسې رپوټونه ورته رسېدلي چې وسله والو طالبانو د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره پيسې غوښتې دي.


وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


 

Читайте на сайте