World News in Pashto

کابل کې د فوټبال ښځینه لوبډلو ترمنځ اته ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، د فوټبال ښځینه ملي لوبډلو ته د لوبغاړو غوره کولو په هدف‌یې په کابل کې د اتو ښځینه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل کړې دي.


د دې فدراسیون یوه مطبوعاتي مسؤل شمس امیني ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ د یوه لیګ په شکل پر مخ ځي او اته ورځې به دوام وکړي.


هغه زیاته کړه: "دا سیالۍ د فوټبال د فدراسیون د ښځو کمېټې له‌خوا ترسره کېږي چې هدف‌یې د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې او د خپل عمر اړوند لوبډلو ته د لوبغاړو ټاکل دي."


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، که څه هم د ښځو د لوبو پر وړاندې یو شمېر محدودیتونه او ستونزې شته، خو بیا هم له فوټبال سره د ښځو لېوالتیا زیاته ده او ان په ډېر شمېر ناامنو ولایتونو کې هم د فوټبال د ښځو کمېټې فعالیت لري.

Читайте на сайте