World News in Pashto

د بلخ د چهار بولک ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایتي چارواکي وايي، د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار کلام الدین د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه طالبانو د چهاربولک پر امنیه قومندانۍ درې ډله ییز بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي.


د ښاغلي عادل شاه په خبره په دې بریدونو کې لس طالبان هم وژل شوي دي.


چهاربولک د مزار شریف په ۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د بلخ یو له ناامنو ولسوالیو ګڼل کیږي.


 

Читайте на сайте