World News in Pashto

کابل کې د یوه پوهنتون استاد په بغلان کې طالبانو وژلی

د افغانستان په شمال کې د بغلان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د کابل د یوه پوهنتون د استاد د وژل کېدو خبر ورکوي.


د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته په استول شوي پیفام کې ویلي، عزیز احمد پنجشیري کندز ته پر لاره وو چې تېره ورځ د مرکزي بغلان په همت خیل سیمه کې د طالبانو له لوري په مرموز ډول ووژل شو.


بشارت وایې ښاغلی پنجشیري د کابل د یوه پوهنتون استاد وو خو د پوهنتون نوم یې نه دی ښودلی.


د مرکزي بغلان ولسوالۍ پولیسو د دغه استاد مړی یوه روغتون ته انتقال کړی دی. 


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте