د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په باب عدالتي پرېکړه پر ۲۸ نومبر راځي
په اسلام اباد کې د نومبر په نولسمه د خصوصي عدالت قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ کې درې کسیزه بېنچ د پخواني امر جنرل پروېز مشرف پرضد د سنګینې غدارۍ مقدمې فیصله محفوظ کړې او وايي د روانې میاشتې په اته ویشتمه به يې اوروي.