World News in Pashto

قطر د کرکټ لس اوریز سوداګریز لیګ جوړوي

د قطر هېواد د عربي متحده اماراتو څخه په الهام غواړي چې د کرکټ لس اوریز سوداګریز لیګ جوړ کړي.


ښایي د قطر هېواد لیګ د راروانې ډیسمبر میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شي.


د کرېک ټرکر وېب پاڼې د راپور پر بنسټ دې لیګ کې به ټول ۷۳ لوبغاړي وي، چې ۱۷ به پکې د قطر هېواد او پاتې نور به بهرني لوبغاړي وي.


یوارج سېنګ، پاکستاني محمدخفیظ او سریلانکایي انجیلیو متیوز په دې لیګ کې د لوبېدو جوازونه تر لاسه کړي دي.


دې لیګ کې به ۲۴ لوبغاړي له دوهمه درجه هېوادونو څخه وي.


د قطر د کرکټ بورډ د چارواکو په وېنا دوه یا درې ورځو کې به د لوبغاړو اخېستلو پروسه پیل شي او ۷۳ لوبغاړي به واخېستل شي.


د قطر په لس اوریز لیګ کې به ټولې شپږ لوبډلې وي.


 

Читайте на сайте