World News in Pashto

د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو دوام

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د لوبو په لړۍ کې په الف کروپ د هلمند د هلکانو لیسې شپږ – صفر د وفا ځوانانو لوبډلې ماتې ورکړه.


د افغانستان د فوټبال فدارسیون د خپرونو مرستیال شمس امینی نن ازادي راډیو ته وویل، د لیګ راروانه لوبه سبا د پامیر بدخشتان او اتحاد لوګر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.


د ښاغلي امیني په خبره، له دغه لیګ څخه هدف په افغانستان کې د فوټبال وده او په دغه هیواد کې د فوټبال د کلبونو د فعالیت پراختیا او د دوی پیاوي کول دي.


دا لوبې به د لس ورځو لپاره روانې وي.

Читайте на сайте