World News in Pashto

له ۱۸ کلونو وروسته د نورستان په کانتیوا دره کې افغان ځواکونه

د نورستان په کانتیوا دره کې وروسته له اتلس کلونو افغان ځواکونه ځای پرځای شول.


د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډيو ته وویل: "د کانتیوا د ولسونو په همکارۍ د دولت حاکمیت دې سیمې ته غځول کېږي او دلته به د دولت امنیتي پرسونل ځای پرځای کېږي."


کانتیوا د مرکز پارون په جنوب کې پرته دره ده چې پنځه دیرش کلي لري او تر دې مخکې په کې طالبان واکمنان وو خو اوس د قومي مشرانو په منځګړیتوب هلته افغان ځواکونه رسیدلې دي.

Читайте на сайте