World News in Pashto

د عراق پر یوې پوځي هوايي اډې د هاوان برید کې څلور دولتي سرتېري ټپیان شوي

د عراق په یوې هوايي اډې پرون لږ تر لږه اوه هاوانونه لګیدلي چې پکې څلور عراقي سرتیري ټپیان شوي.


په بغداد کې د بالاد په هوایي اډې کې چې پرې د هاوان مرمۍ لګېدلي یو شمېر امریکایي پوځيان هم مېشت دي.


چا تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.


په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنې ملېشه ډلې پر امریکايي پوځيانو د بریدونو مسئولې بلل کیږي.


په عراق کې په دې هوايي اډې داسې وخت بریدونه شوي چې د امریکا او ایران کړکیچ اوج ته رسېدلی.


ایران تېره اوونۍ د چهارشنبې په سهار وختي په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې په راکټونو وویشتلې.


ایراني چارواکو وویل چې د چهارشنبې بریدونه یې د امریکا په لاس د قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې وکړل.


سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قومندان و چې د جنورۍ په دریمه د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې له خوا په یوه برید کې ووژل شو.


ایران ګواښ کړی چې په سیمه کې به امریکايي عسکر په کرار پرینږدي.

Читайте на сайте