World News in Pashto

د روسیې په تومسک کې اور لګېدنې ۱۱ کسه وژلي

د روسیې د سایبریا په تومسک سیمه کې په یوه کور کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.


دا خبر په سایبریا کې د بېړنیو خدماتو وزارت نن د جنورۍ په ۲۱مه خپور کړی دی.


اور د لرګي په یو کور کې د شپې لګېدلی او په لنډ وخت کې لمبې تقریباً ۲۸۰ متر مربع سیمې ته خپرې شوې وې.


د اور لګېدو له امله کور پر هغو کسانو چې هلته اوسېدل رانړېدلی او مرګ ژوبله‌یې پېښه کړې ده.


کور یوې چینايي کمپنۍ کرایه کړی و او ۱۴ تنه د چین، تاجکستان او ازبکستان اتباع په‌کې اوسېدل.


په نووسېبېرسک کې د ازبکستان قونسلګرۍ، د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې هغه ۱۱ تنه چې وژل شوي د ازبکستان اتباع دي.

Читайте на сайте