World News in Pashto

سبا افغان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله له اماراتو سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې سبا "چهارشنبه" د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله له متحده عربي اماراتو سره په سوېلي افریقا کې د لوبې ډګر ته ووځي.


د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، افغان کرکټ لوبډله یادې لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري او هېله‌من دي چې دغه لوبه هم وګټي.


ښاغلي هوتک زیاته کړه: "ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله په نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه په ډې ګروپ کې د متحده عربي اماراتو په وړاندې پیل کړي."


دغه لوبه به د کابل پر وخت ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې پیل شي.


افغانستان تر دې وړاندې کوربه هېواد سوېلې افریقا ته ماتې ورکړې وه.


افغانستان به د جمعې په ورځ د کاناډا له کرکټ لوبډلې سره سیالي ولري.


 

Читайте на сайте