World News in Pashto

'کندهار کې ۱۸ وسله وال مخالفین وژل شوي'

د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د دولت ١٨ مخالف وسله وال وژل شوي دي.


امنيه قومانداني وايي افغان ګډو ځواکونو دغه ګډ پوځي عمليات تېره شپه د ولسوالۍ په سرو څاهانو سيمه کې کړي دي.


د تلفاتو په اړه يې د دې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي نن ازادۍ راډيو ته وويل: ”دښمن ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى. په دغو عملياتو کې ١٨ وسلوال وژل شوي او ٧ تنه نور يې مرګوني ټپيان شوي دي.“


د دغو عملياتو په اړه وسلوالو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.


 

Читайте на сайте