World News in Pashto

په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ شوي

د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالو د عوایدو د زیاتېدو او اقتصادي پیاوړتیا په هدف په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي دي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له‌خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي.


نوموړي وویل، د ننګرهار رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوګیاڼیو او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې په‌کې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچو ۱۹۵۲ جریبه باغونه جوړ شوي دي.


د ښاغلي رستمي په خبره، د کرنې وزارت هڅه کوي چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او د ښه کیفیت لرونکي وي، ترڅو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

Читайте на сайте