World News in Pashto

هرات کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه صادرات کم شوي

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هرات کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه صادرات کم شوي دي.


د دې خونې مرستیال توریالی غوثي نن ازادي راډیو ته وویل د سړو خونو، د پروسس او ډلبندۍ مرکزونو، د هرات هوایي دهلېز له لارې مستقیم پروازونه، د اسلام قلعه ګمرک کې د امکاناتو او تجهیزاتو نشتوالی، ګمرکونو کې د فساد موجودیت، د ترکمنستان هېواد کې سوداګرو لپاره روډپاس غیر اقتصادي تمامېدل او ملاتړو تعرفو نشتوالي د صادراتو په وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.


ښاغلي غوثي وویل چې د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت هم د هرات ولایت صادراتو ته پاملرنه نه‌لري.


نوموړي زیاته کړه د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې دا ستونزې یې له مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سره شریکې کړي.


د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې هیله‌مندي وښوده چې اړوند وزارت باید له دې خونې سره د ستونزو حل لپاره اساسي تګلارې په پام کې ونیسي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسې په ټوله کې د دې هېواد د صادراتو برخه زیانمنه شوې ده.

Читайте на сайте