World News in Pashto

هند او بنګله‌دېش د شویو او هند کې طوفان زیات زیانونه اړولي

بنګله‌دېش او هند نن پنجشنبه د هغه طوفان تلفات او زیانونه ارزوي چې بنګله‌دېش کې یې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبلې اړولې.


دغلته تېره شپه د ۱۶۵ کیلو مترو په سرعت ګړندي باد د برښنا پایې او ځیني دېوالونه نړولي او د برښنا یو سټېشن چاودېدلی دی.


له ساحلي سیمو د درې میلیونه کسانو د ژغورنې پراخ عملیات پېل شوي دي.


له دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو وېره هم خپره شوې، ځکه داسې بېړنیو حالاتو کې ټولنیز واټنونه نه‌مراعاتېږي.


د ونو د ماتېدو او دېوالونو نړېدو له کبله هند کې هم مرګ‌ژوبله اوښتې.


د بنګال په مرکز کلکتې کې سړکونه اوبو په سر اخیستي او موټر سم نیمایي په‌کې ډوب شوي دي.


چارواکي وایي، پر میلیونونه کسانو برښنا پرې شوې ده.

Читайте на сайте