World News in Pashto

ملګري ملتونه: د طبیعي پېښو پر خبرداري ورکوونکو سیسټمونو دې پانګونه وشي

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو پر خبرداري ورکوونکو سیسټمونو په بیړه پانګونه وکړي. 


د دغه سازمان د څېړنې له مخې، چې نن د طبیعي پېښو د کمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوه، د نړۍ یو پر درېیمه برخه وګړي د طبيعي پېښو تر ناکافي پوښښ لاندې دي. 


اټکل کېږي، چې په راروانو کلونو کې اقلیمي بدلونونه، د طبیعي پېښو د زیاتېدو سبب شي.


د ملګرو ملتونو د سازمان دغه راپور د نړیوال سازمان او مالي موسسو د ۱۶ ساینسپوهانو له خوا د ملګرو ملتونو د هواپوهنې نړیوالې ادارې په هماهنګۍ برابر شوی دی. 


راپور وايي، په تېرو پنځو لسیزو کې تر یوولسو زرو زیات اقلیمي افتونه ثبت شوي، چې د ۲ میلیونه وګړو د تلفاتو او د درې اعشاریه شپږ ټرلیون ډالرو په ارزښت د مالي زیانونو سبب شوي دي. 


 

Читайте на сайте