چین کې د ۹ ملیونه وګړيو د کرونا ویروس معاینه کېږي
د چین د ختیځ بندري ښار چینګداو چارواکي په پام کې لري چې د دې اوونۍ تر پایه ټول ۹ ملیونه وګړي د کرونا ویروس لپاره معاینه کړي.
دا کار وروسته تر دې کېږي چې په تېرو نږدې دوو میاشتو کې په دغه ښار کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو د ۱۲ نویو پېښو راپور ورکړل شو.
د معاینه کولو دا پراخ پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي، چې په چین کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو اخته کېدل د وبا له لومړیو د پام وړ کم شوي دي.
دغه ویروس اول د چین په وهان ښار کې کشف او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.