World News in Pashto

کراچۍ کې چاودنې ۵ تنه وژلي ۲۵ ژوبل

د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې یوې چادونې ۵ تنه وژلي او شاوخوا ۲۵ تنه ژوبل دي.

د ډان نیوز د خبر له مخې چاودنه د ګلشن اقبال سیمې له کراچۍ پوهنتون سره نزدې په مسکن چورنګۍ کې شوې ده.


خیریه مرستندویه اداره اېدي فاونډېشن وايي، چاودنه د ودانۍ په دوهم پوړ کې شوې او لویه برخه یې نړېدلې ده.


د پېښې یوه ویډيو د شاوخوا ودانیو او کورونو د کړکیو ماتې ښیښې ښيي او یوشمېر موټرونه، چې د ودانۍ په شاوخوا کې ولاړ ول، ویجاړ شوي دي.


د سیند اعلا وزیر د پولیسو مشر ته امر کړی چې د پېښې پلټنې وکړي او رپورټ وروسپاري.


په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې ډېرې قومي او فرقوي نښتې شوي دي.


د اکتوبر پر ۲۰مه د کراچۍ په شېري جناح کالونۍ کې د رېموټ کنټرول بم په چاودنه کې پېنځه کسان ژوبل شوي ول. 

Читайте на сайте