چارواکي: د ارزګان دهراود ولسوالۍ سقوط شوه
د ارزګان ولایت د د هراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي نن د جمعې (د لړم ۲۳مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلې ده.
نوموړی وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، د قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والو طالبانو لاسو ته لویدلي او د افغان سرتېرو یوازې پر کمپ واک لري.
کریمي وايي، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبرې ردوي چې ګنې ولسوالۍ دې سقوط کړې وي.
ساحل دا مني چې یو شمېر سیمې طالبانو نیولي خو وايي،د افغان پوځيانو خپل عملیات پیل کړي دي.