World News in Pashto

جرمني د 'نورنبرګ محاکمې' ۷۵مه کلیزه ولمانځله

جرمني د نورنبرګ د مشهورې محاکمې پنځه اویایمه کلیزه ولمانځله.ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نورنبرګ محاکمه باید هېره نه شي.


د شټاین مایر په خبره د نورنبرګ محاکمه د نړیوال عدلي سیسټم د رامنځته کولو یو اساس و.


هغه بیا دا هم وویل چې د نړیوال عدالت د تطبیق په لار کې دا وروستي وختونه ګڼ خنډونه رامنځته شوي.


د نورنبرګ محاکمه په خپل ذات کې لومړنۍ محاکمه وه چې د یوه دولت مشران په کې د بشریت ضد جنایتونو په تور محکوم شول.


د نازي المان رهبران د ۱۹۴۵ میلادي کال د نوومبر په ۲۰مه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني په نورنبرګ ښار کې محاکمه شول.

 

Читайте на сайте