World News in Pashto

د افغانستان د بهرنیو چارو او د مالیې وزیران سویس ته ولاړل

د افغانستان د بهرنیو چارو او د مالیې وزیران محمد حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان په اړه د ژنیو د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ولاړل. 


تمه ده دغه کنفرانس د دوشنبه او سه شنبه په ورځو په ژنیو کې ترسره شي.


په دې غونډه کې د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مالي مرستو او سیاسي ملاتړ ژمني اعلانوي. 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو نن وویل چې محمد حنیف اتمر به د ژنیو تر کنفرانس وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نایجیریا ته سفر وکړي.


 

Читайте на сайте