World News in Pashto

کابل کې د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې 

په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې. 


د ملي المپیک کېمټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو سیالیو کې له ١٢ ولایتونو ١٣٢ لوبغاړو ګډون کړی وو او هدف یې د سنوکر ملي ټیم لپاره د غوره څېرو معرفي کول دي. 


په اعلامیه کې راغلي چې په سټنډرډ او معیاري ډول دغه سیالۍ به ٧ ورځې دوام وکړي. 

Читайте на сайте