World News in Pashto

ککړه هوا؛ کابل کې له ۶۱۴ ثبتو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي

‎د ژمي په راتګ سره په پلازمېنه کې د سونګ توکو له امله د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې.


‎د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د هوا د ککړتیا ستر لامل په لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو کې د خونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو کارول بولي.


‎کاظم همایون وايي، له ۶۱۴ ثبت شویو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي دي.


‎له دې سره ماشومانو لپاره د اندراګاندي د روغتیا انسټیټیوټ روغتون مسوولین وایي، په دې وروستیو کې د کابل د ککړې هوا له امله په ماشومانو کې د سینه بغل او ساه لنډۍ ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.


‎ناجیه صافۍ راپور پرې راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:




 

Читайте на сайте