World News in Pashto

ټاکل شوې نن امریکا کې د مودرنا شرکت د کرونا ضد واکسین تطبیق پیل شي

ټاکل شوې نن په امریکا کې د مودرنا کمپنۍ له‌خوا جوړ د کرونا ضد واکسین لومړني دوزونه خلکو ته ورکړل شي، دا ګام وروسته تر دې  اخیستل کېږي چې تنظیموونکو د دغه واکسین کارونې ته بېړنۍ اجازه ورکړه.


امریکا کې دا ښه خبر بیا بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې اندېښنو تر سیوري لاندې راوستلی.


یو شمېر اروپایي هېوادونو د (چټک لېږد) همدې ویروس له راپورونو وروسته له بریتانیا سره په تګ راتګ کلک بندیزونه ولګول او د نړۍ په کچه نور هېوادونه هم په ورته ګامونو غور کوي.


د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون بیا وایي، د ویروس نوې بڼه ممکن ډېره خطرناکه نه‌وي. 


دی زیاتوي: "داسې شواهد نه‌دي موجود چې ثابته کړي د کرونا ویروس د دې بڼې روغتیايي ستونزې دې ډېرې وژونکې وي، خو داسې ښکاري چې د ویروس دا شکل له اصلي ویروسه ۷۰ فیصده ډېر چټک د انتقال وړ دی."


په امریکا کې تېره اوونۍ د فایزر او بېو ان تیک کمپنیو له‌خوا د جوړ شوي واکسین تطبیق هم پیل شو. 

Читайте на сайте