World News in Pashto

د بغداد پر شنه سیمه راکټونه لګېدلي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې څو توغندي په شنه ساحه یا له امنیتي پلوه په تر ټولو خوندي سیمه باندې لګېدلي دي.


د دغو بریدونو له کبله د امریکا سفارت انګړ سطحي زیانمن شوی او شاوخوا هستوګنیزې سیمې هم یو څه زیانمنې شوې دي.


د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه پر دغې سیمې ۸ توغندي لګېدلي دي.


پوځ دا بریدونه د (ناقانونه ډلې) کار بللی دی.


امریکایي چارواکو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د ایران له ملاتړه برخه‌منو ملېشو کار بللی دی.

Читайте на сайте